مرسي وايي د پاڅون ساتنه به کوي

د خپريدو وخت: 04:53 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

د مصر ولسمشر محمد مرسي په قاهره کې خپلې ماڼۍ بهر خپلو پلويانو ته يوه ننګونکې وينا کړې، او ژمنه يې کړې چې د دغه هېواد اوښتون ساتنه به کوي، د ازادۍ او ديموکراسۍ پر لور به د مصر مشري کوي.

ښاغلي مرسي وويل پرېکړه يې د پاڅون لپاره دي.

د مخالفانو ډلو وروسته له هغه چې د پنجشنبې/ پنځنۍ پر ورځ يې خپل ځان ته نوې پراخې واګې ورکړې، پر ده د يو ديکتاتور په توګه د چلن تور لګولی دی.

د مخالفانو له څه د پاسه ۲۰ ډلو احتجاجيان د قاهرې تحرير ميدان کې د يوې اوونۍ اوږده ناسته پيل کړې ده.

د امريکا ولسمشر اوباما ادارې د ښاغلي مرسي د نويو واګو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .