پاکستان له وېرې لویو ښارونو کې د موبایل خدمتونه ځنډولي

د خپريدو وخت: 04:56 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

په پاکستان کې د توندلاريو له لوري پر شيعه ګانو د بريدونو مخنيوي په موخه د دغه هېواد په لويو ښارونو کې د موبايل يا ګرځنډ ټيليفونونو خدمتونه په لندمهالي ډول ځنډول شوي دي.

د جمعې په ورځ په کراچۍ، کوټه او د پلازمېنې اسلام اباد په ځينو برخو کې شبکې د امنيتي عملياتو په ترڅ کې تړل شوې وې، چې موخه يې پر شيعه ګانو، چې د محرم مياشتې لمانځنې کوي، د بريدونو مخنيوی دی.

چارواکی وايي ۹۰ سلنه بمونه د موبايل يا ګرځنډ ټليفونونو کارونې له لارې چول کېږي.

څو ورځې مخکې يو ځانمرګي ۲۳ شيعه ګان له اسلام اباد سره نژدې د مذهبي مراسمو پر مهال ووژل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .