اېرنېسټ بای بیا د سیرالیون ولسمشر شو

د خپريدو وخت: 05:00 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

د لوېديدځې افريقا سيراليون ولسمشر اېرنېسټ بای کوروما د دویم ځل لپاره په يوه داسې رايه ورکونه کې پر دنده ټاکل شوی، چې نړيوالو څارونکيو سوله ييزه او رڼه بللې ده.

د نوموړي پلويان په نڅاوو او سندرو د پلازمېنې (فري ټاون) سړکونه او کوڅو ته وتلي چې د ده بری ولمانځي.

ولسمشر کوروما د نژدې ۶۰ سلنه رايې ګټلې دي.

په فري ټاون کې د بي بي سي خبريال وايي دغه ټاکنې د سيراليون لپاره د بدلون يو پړاو په ګوته کوي، يو داسې هېواد چې اوس کلونه کورنۍ جګړه شا ته پرې ايښې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .