د یاسر عرفات قبر به د سې شبنې په ورځ وسپړل شي

د خپريدو وخت: 13:18 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

د فلسطین د مخکني مشر یاسر عرفات قبر به د سې شنبې په ورځ د هغو شکونو د لېرې کېدو په موخه راوسپړل شي چې وايي هغه مسموم شوی و.

فلسطیني چارواکي وايي د فرانسې، سویس او روسیې طبي پوهان به د عرفات پر جسد خپلواکې ازموینې ترسره کړي او په همدې ورځ به بېرته په لویدیځه غاړه کې خاورو ته وسپارل شي.

ښاغلی عرفات په ۲۰۰۴ کال کې د فرانسې په یوه روغتون کې د نامعلوم لامل له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې. فلسطیني چارواکو پر اسراییلو تور لګولی چې یاسر عرفات یې مسموم کړی و. خو اسراییلو دغه تورونه رد کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .