مصر کې د ولسمشر مرسي پر ضد احتجاج شوی

د خپريدو وخت: 13:24 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

مصري چارواکي وايي د ولسمشر مرسي له خوا ځان ته د نويو پرېکنده واکونو د ورکولو پر ضد لاریونونو کې تر۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. د ولسمشر له خوا نوی ټاکل شوی څارنوال وايي دی به د پخواني ولسمشر حسني مبارک او د هغه د همکارانو په هکله بیا له سره تحقیقات پیل کړي.

د جمعې په ورځ په ټول مصر کې پراخ لاریونونه وشول. خو سلګونه لاریون کوونکي چې د تحریر په ډګر کې راټول شوي وو، د شپې له خوا تیت او پرک شول.

یو شمېر نور بیا وايي چې یوه اوونۍ به په تحریر ډګر د اعتراض په توګه پاتې شي. یوه لاریون کوونکې په تحریر ډګر کې د خپل پاتې کېدو لامل داسې په ډاګه کوي" موږ ځکه دلته ناست یو چې تر نن ورځې د انقلاب موخې ترلاسه شي.

موږ ځکه دلته یو چې هغوی غواړي موږ په دې ډګر کې مړه شو، نو موږ دې ډګر ته د مرګ لپاره راغلي یو، هغه څه چې اوس تر سره کېږي خپله مرګ دی. هغوی موږ وژني او هر راز غاز راباندې کاروي."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .