چین لومړۍ جنګي جیټ پر بېړۍ راښکته کړه

د خپريدو وخت: 10:11 گرینویچ - 25 نومبر 2012 - 05 لیندۍ 1391

چین په لومړي ځل په بریالیتوب سره نوې جنګي جیټ الوتکه پر الوتک وړونکې بېړۍ راښکته کړه.

د دفاع وزارت ویلي په چین کې جوړه شوې ژې J -15 جنګي بم وړونکې الوتکې یې په وروستیو تمرینونو کې یې مانورې ترسره کړې.

دا په آسیا کې د چین د سمندري ځواک یو بل د پرمختګ ګام دی.

جاپان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو د چین د سمندري ځواک د پیاوړي کېدو په اړه خپله اندېښنه ښوولې ده.

چین او جاپان د چین د شمند په ختیځ کې د یو شمېر ټاپوګانو پر سر لانجه سره لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .