لبنان کې د سوريې پنځه اوسېدونکي نیول شوي

د خپريدو وخت: 05:41 گرینویچ - 25 نومبر 2012 - 05 لیندۍ 1391

د لبنان پوځ وايي، چې د نباتيا په جنوبي ښار کې يې د سوريې پنځه تنه اوسيدونکي د چاوديدونکو توکو سره يو ځاى نيولي دي. دغه کسان د يکشنبې په ورځ د شيعه مذهبو د ماتم پر غونډو په بريدونو تورن دي. دا هغه نښې نښانې دي چې ويل کېږي د سوريې د کورنۍ جگړې لمبې نن سبا د لبنان سرحدي سيمو ته رسيدلې دي.

خبريالان وايي په لبنان کې ډېر سني مسلمانان په سوريه کې د هغه هېواد د مخالفينو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د لبنان شيعه مذهبي بيا د سوريې د ولسمشر بشار الاسد سره خواخوږي لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .