مصری ولسمشر له مخالفینو سره جوړجاړی کوي

د خپريدو وخت: 05:52 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

د مصر ولسمشر محمد مرسي د ډېرو واکونو د خپلو پرسر د رامنځ ته شوې لانجې د هوارولو لپاره له مخالفینو سره جوړ جاړی پیل کړی دی.

ښاغلی مرسي وايي تېره اوونۍ د هغه پرېکړه چې خپل واکونه یې ډېر کړي او نه به ننګول کېږي موقتي دي.

نوموړي وویل ژمن دی چې د یو نوي اساسي قانون پرسر چې خاکه یې جوړه شوې موافقې ته ورسیږي.

ولسمشر مرسي به نن له لوړ پوړو قاضیانو سره وګوري.

د هغه فرمان چې پراخې واګې یې په کې ځانته ځانګړې کړې وي په مصر کې خونړۍ مظاهرې وپارولې او د مصر د ونډو مارکیټونه یې وغورځول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .