اسراییلو توغندی شنډوونکی دفاعي سیستم ازمویلی

د خپريدو وخت: 05:57 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

اسراییل وايي په بریالیتوب سره یې یو نوی دفاعي سیستم ازمویلي چې کولای شي د ۳۰۰ کیلومترو په واټن کې توغندي شنډ کړي.

چارواکي وايي دا سیستم چې ډیویډ سلینګ نومیږي لومړنی توغندی تېره اوونۍ خنثی کړ او کله چې یې چارې یې بشپړې شي نو د هغه دفاعي سیستم یوه برخه به شي چې په دې وروستیو کې یې له غزې تراړې په سلګونه توغول شوي توغندي له کاره وایستل.

د تېرې چارشنبې په ورځ د حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ له اته ورځني جګړې وروسته اوربند وشو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .