د اسپانیا ټاکنې کاتالونیا ګوندونو وګټلې

د خپريدو وخت: 05:54 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

هغو ګوندونو چې د اسپانیا په کاتالونیا سیمه کې د خپلواکۍ پلوي کوي، له اسپانیا سره د یوځای پاتې کېدو په هکله د پوښتنې په خاطر ترسره شوي سیمه ییز انتخاب ګټلي دي.

په سیمې کې واکمن د سي ای یو ګوند چې د خپلواکۍ په اړه یې د ټول پوښتنې ژمنه کړې پنځوس څوکۍ ګتلي چې له اکثریت نه کمې دي.

د چپ اړخو جمهوریت غوښتونکي ګوند د ۲۱ څوکیو په ګټلو دویم راغلی.

د سي ای یو ګوند مشر بي بي سي ته ویلي دی به په راتلونکو څلورو کلونو کې له خلکو سره د خپلواکۍ په اړه سلا مشورې وکړې.

خو د اسپانیا حکومت د کاتالونیا د خپلواکۍ په اړه له ټول پوښتنې سره مخالفت کړی او وايي چې دا د اساسي قانون پرخلاف کار دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .