د پاکستان کراچۍ ښار کې چاودنه شوې

د خپريدو وخت: 07:13 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

د پاکستان په کراچۍ ښار کې چاودنه شوې. چاودنه د دغه ښار په ملیر سیمه کې شوې، چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي. د پاکستان د دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه د غه ځای ته رسېدلي او شاوخوا سیمه یې محاصره کړې ده. دم ګړۍ د چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .