خوست کې بمي چاودنې ۲۵ کسان ټپیان کړل

د خپريدو وخت: 11:18 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

د افغانستان د خوست ولايت امنيتی چارواکي وايي يوې بمي چاودنې شاوخوا ۲۵ کسان ټپيان کړي دي. راپورونه وايي بم پر يوه بايسکل کې ځای پر ځای شوی و او د پوليسو په رېنجر موتر الوتی، خو امنيتي چارواکي وايي پوليسو ته زيان نه دی رسېدلی. پر همدې مهال طالبانو رسنيو ته په لېږل شوي تیلفوني پيغام کې د دغه بريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې دا بريد د دوی ملګرو نه دی کړی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .