'کابل بانک تر ۱۰۰ ډ‌ېرې جعلي ټاپې کارولې'

د خپريدو وخت: 12:14 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د کابل بانک یوه کتل شوې نسخه ښيي چې په دغه بانک درغلۍ په ښه توګه پټې شوې وې.

د کي رولز اسوشیتز څارونکو ویلي د شرکتونو لپاره یې تر سلو ډېرې ربړي ټاپې موندلي دي.

راپور وايي دوه کاله وړاندې چې کله دغه د مصادره کېده، ددغه بانک ډېره برخه پورونه چې نهه سوه میلیونو ډالرو ته رسېدل نولس کسانو او شرکتونو ته ورکول شوي وو.

ویل کیږي چې د ولسمشر کرزي یو ورور او د ولسمشر د لومړي مرستیال ورور هم په دې ډله کې دي، خو هغوی تل دا شان تېرې وتنې ردوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .