وزیرستان : طالب قومندان ملا نذیر ټپي شوی

د خپريدو وخت: 09:51 گرینویچ - پنجشنبه 29 نومبر 2012 - 09 لیندۍ 1391

د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د یوه برید له امله د وسله والو طالبانو یو مشر ملا نذیر ټپي شوی دی. په رپوټونو کې ویل شوي، چې چاودنه د واڼه په رستم بانا بازار کې هغه مهال وشوه، چې ملا نذیر په ګاډي کې له دې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. ځايي چارواکي وايي په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي. چارواکي وايي یو وژل شوی سړی لاروی و او بل ۱۳ یا ۱۴ کلن زلمی دی. په دې برید کې ملا نذیر برسېرن ټپي شوی دی. له نوموړي سره شپږ نور کسان هم په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .