د نیویارک په تاریخ کې لومړۍ بې جرمه ورځ

د خپريدو وخت: 07:36 گرینویچ - پنجشنبه 29 نومبر 2012 - 09 لیندۍ 1391

تر هغه ځايه پوري چې ياديږي په لومړي ځل د دوشنبې په ورځ نيویارک ښارکې د جرم کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې. د پولیسو د وياند له خولې ويل شوي، چې د دوشنبې په ورځ نيويارک کې نه څوک وژل شوي، نه هم په چا د ډز کولو او یا د چړې ګوزار کېدو رپورټ ورکړل شوى.

د سږ کال په اوږدو کې په نېويارک کې ٣٦٦ تنه وژل شوي دي. دا د ١٩٦٠م له لسیزې راهیسې د وژنو تر ټولو لږ شمېر دى. ځيني چارواکي د دې کار سبب له جرمونو او جرم کوونکو سره د پوليسو جديت ښيي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .