برتانیا د فلسطین د حیثیت لپاره ممتنع رايه کاروي

د خپريدو وخت: 07:07 گرینویچ - پنجشنبه 29 نومبر 2012 - 09 لیندۍ 1391

د بر تانيا د بهر نيو چارو وزير ويليم هېگ ويلي، چې برتانيا به په ملګرو ملتونو کې د نن ورځې د رايو په بهير کې چې په نوموړي سازمان کې د فلسطين د در يځ د پورته وړلو په اړه دي د رايې له ورکولو ډډه وکړي په بل عبارت ممتنع رايه به ورکړي.

د بر تانيې د بهر نيو چارو وزير چې پارلمان ته يې وينا کوله ويلي دي برتانيا به د فلسطين د غوښتنې په پلوې رايه ورکړي، خو په دې شرط چې فلسطينیان له خپل نوي دريځ نه په گټه اخستو اسراييل د جرمونو نړيوالې محکمې ته کش نه کړي.

برتانيې لپاره د فلسطين سفير بي بي سي ته ويلي دي، ولسمشر محمود عباس ويليم هېگ ته ويلي دي چې شرطونه يې حقيقت نه ليرې دي له دې کبله ورته د منلو وړ نه دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .