کاترین اشتون د منځنۍ اسیا په سفر ووتله

د خپريدو وخت: 11:23 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاترین اشتون منځنۍ آسیا ته خپل سفر له قزاقستانه پیل کړ.

دغه سفر په داسې حال کې تر سره کیږي چې په قزاقستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنې راپورته کیږي.

تېره اونۍ څارنوالانو د یو شمېر خپلواکو رسنیو د بندولو حرکت پیل کړ.

کمپاین کوونکي وايي اروپايي ټولنه وړاندې تر هغه چې د تیلو له بډای هېواد قزاقستان سره سوداګری پیل کړي باید د اساسي آزادۍ غوښتنه وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .