رسواییو د ج کوریا لوی څارنوال استعفا ته اړ کړ

د خپريدو وخت: 11:25 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

د جنوبي کوریا لوی څارنوال وروسته تر هغه چې په دغې ادارې کې یې د یو لړ رسوايیو له امله له خلکو بښنه وغوښته له خپلې دندې استعفا کړې ده.

هان سانګ دای وايي په وروستیو پېښو کې د هغه تر لاسې لاندې کسانو ښکېلتیا د کوریا خلک حیران او نهیلي کړي دي.

په یوې قضیې کې یوه لوړ پوړي چارواکي د بډو اخیستل منلي او پر یو بل څارنوال تور دی چې شک کیږي د جنسي اړیکې په وړاندې یې له ځانه نرمښت ښوولی وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .