د ګانګو له ګوما ښاره یاغیان ووتل

د خپريدو وخت: 19:10 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

په کانګو دېموکراتیک کې یاغیانو له ګوما ښاره چې لس ورځې وړاندې یې نیولی و، وتل پیل کړي دي.

لارۍ ګانې لیدل کېږي چې د ګوما له ښاره اېم ـ۲۳ ډلې پورې تړلي یاغیان د کیبومبا ښار په لور لېږدوي.

وړاندې هوکړه شوې وه چې یاغیان له ګوما تر وتلو وروسته باید کیبومبا ته ولاړ شي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اېم- ۲۳ ډلې د دوو لویو قومندانانو لپاره د بندیزونو د لګولو امر کړی و.

دغه دوه قومندانان د سرتېرو په توګه د ماشومانو پر ګمارنې او د جګړې له سیمې د تښتېدونکو کسانو پر وژنې تورن دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .