کویټیان نوی پارلمان ټاکي

د خپريدو وخت: 19:10 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

نن (شنبه، دسمبر/اوله) په کویټ کې خلک د یو نوي پارلمان لپاره رایې ورکوي. دا په روان کال کې دویم ځل دی چې په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنې کېږي.

د حکومت مخالفې ډلې د ټاکنو د نوي قانون په خاطر چې د خلیج د امیر له خوا توشح شوی، ټاکنې تحریم کړي. دوی وايي دا قانون د حکومت پلوو نوماندانو په ګټه دی. رای ورکوونکی محمد الحداد بیا وايي، د هغه کسانو سره موافق نه دی چې د ټاکنو د تحریم غوښتنه یې کړې.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د رای ورکوونکو شمېر د دولت تر نفوذ لاندې سیمو کې ډېر دی.

د حکومت مخالفې ډلې چې د اسلا مپالو او لېبرال استازو نه جوړه شوی، د فبرورۍ میاشتې په ټاکنو کې د ملي شورا د دریو برخو نه دوه برخې چوکۍ ترلاسه کړې وې. خو شیخ وروسته بیا پارلمان منحل کړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .