روح الله نیکپا ته برتانوي مطبوعاتو جایزه ورکړه

د خپريدو وخت: 05:38 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

د تکواندو افغان لوبغاړي روح الله نيکپا ته په متحده عربي اماراتو کې د برتانيا د مطبوعاتو له لوري له دې امله جايزه ورکړل شوه چې په نړېواله کچه يې مطبوعات ځانته ورجلب کړي وو.

روح الله نيکپا د ۲۰۱۲ کال په اولمپيک لوبو کې د برونزو يا ژېړو مډال وګاټه.

د لندن په اولمپيک لوبو کې څه د پاسه لس زره لوبغاړو ګډون کړی وو، او دی وو چې تر ټولو زيات يې د مطبوعاتو پام ځانته اړولی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .