وزیر وايي مسید دې له واڼه ووځي

د خپريدو وخت: 05:36 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

افغان پولې ته نژدې د جنوبي وزيرستان د قبايلي سيمې په مرکز واڼه کې د وزيرو د قوم جرگې له مسيدو غوښتي دي چې له دې ښاره ووځي.

دا پرېکړه د طالبانو په ځايي قوماندان ملا نذير د ناکامه وژونکي بريد وروسته شوې ده.

نوموړى له احمدزي وزير قبيلې سره اړه لري.

وزيرو په ملا نذير شوي بريد کې د مسيدو وگړي په لاس درلودو تورن کړي وو، دې سره په خوا کې ځايي حکومتي چارواکو هم ويلي وو امکان دى چې د مسيدو وگړي په دې بريد کې ښکېل وي.

د پرېکړې ترمخه چې پرون د وزير جرگې کې وشوه واڼه کې مېشت مسېدو ته څلور ورځې وخت ورکړ شوى دى چې له دې ځايه ووځي.

د جرگې په وينا، که د دسمبر له پنځمې نېټې وروسته د چا د مسيد قوم سره اړه لرونکو ته پناه ورکړه نو، لس زره کلدارې به جريمه کېږي.

جرگې له حکومته هم غوښتي دي، چې په حکومتي زمکه يا ودانيو کې مېشت د مسيد قوم وگړي له سيمې وباسي.

ملا نذير په شمالي وزيرستان کې د حافظ گل بهادر په مشرۍ طالبانو سره نژدې اړيکي دي او دوى د پاکستان پلوي طالبان بلل کېږي.

په ۲۰۰۸ کال کې دده په مشرۍ وزير قبيلې د حکومتي ځواکونو په ملگرتيا ازبک وسله والو پر ضد عمليات ترسره کړي وو، چې له هغې وروسته د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون هم شوى و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .