د ناپیلیون تاریخي لیک لیلام ته وړاندې کېږي

د خپريدو وخت: 10:47 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

يو دوه سوه کلن زوړ ليک چې په هغه کې ناپيليون بناپارټ په مسکو کې د کرملين د الوځولو سوګند کړی و، نن په پاريس کې ليلام ته اېښودل کېږي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ته د امپراطور شفر لرونکی ليک پر روسيې د يرغل پر مهال ليکل شوی و.

فرانسوي ځواکونو لا له وړاندې په شا تګ پيل کړی و، خو وړاندې له دې چې دوی کرمیلين پرېږدي، ناپيليون غوښتل دغه ښار ويجاړ کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .