نایجریا کې لس عیسوي وګړي وژل شوي

د خپريدو وخت: 06:35 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391

په نايجريا کې اسلام پالو جنگياليو لس تنه عيسوي مذهبه کسان پخپلو کورونو کې وژلي دي.

سيمه ييزو خلکو ويلي چې يوه وسله واله ډله چې وسلې او چړې ورسره وې کور په کور وگرځېدل د خلکو سرونه يې پرې کړل او کورونو ته يې اورونه ورته کړل.

تر اوسه امنيتي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو چارواکي وايي چې ښايي په پېښه کې د بوکو حرام اسلامپاله ډله پښکېل وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .