پاکستاني هندوانو د عبادت ځای نړولو ضد لاریون کړی

د خپريدو وخت: 07:00 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391

لسگونه پاکستاني هندوانو په سوداگريز ښار کراچۍ کې د خپل يوه مذهبي عبادت ځاى د ويجاړولو پر ضد لاريونونه کړي.

اعتراض کونکو هندوانو پر سيمه ييزو چارواکو تور پورې کړى چې د دغه لرغوني عبادت ځاى د نړولو پر مهال يې وهلي ډبولي او ورته يې ويلي چې دغه عبادت ځاى ته څېرمه کورونه به له څېرمې ونړوي. خو چارواکي په دغه سيمه کې د عبادت ځاى خبره نه مني او وايي هغه کسان يې له دغې سيمې ايستلي چې په ناقانونه توگه يې دولتي ځمکې غصب کړې وې او کورونه يې پرې جوړ کړي وو .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .