'اسراییل دې پر مېشت ځایونو بیا غور وکړي'

د خپريدو وخت: 05:24 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

امریکا له اسراییلو غوښتي چې په نیول شویو فلسطیني سیمو کې د زرګونو اسراییلي مېشت ځایونو د جوړولو پر پلانونو له سره غور وکړي.

د سپينې ماڼې یوه ویاند جې کارني د مېشت ځایونو جوړول له فلسطینیانو سره د سولې په بهیر کې خنډ او بې ګټې وباله.

دغه راز د فرانسې او برتانیا په ګډون ګڼو اروپايي هېوادونو د اسراییلو سفیران غوښتي وو چې د دې پلانونو شکایت ورته وکړي.

خو اسراییلو د نړیوالو نیوکو له پامه غورځولې او وايي هغو پلانونو ته به دوام ورکړي چې اسراییلو ته حیاتي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .