شمالي کوریا فضا ته توغندی استوي

د خپريدو وخت: 19:40 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

شمالي کوریا فضا ته د خپل توغیدونکي توغندي د لانجمن پلان په اړه جزییات ورکړي دي.

شمالي کوریا نړیوالې سمندري ادارې ته ویلي چې توغندی به په سیمه ییز وخت د اوو بجو نه تر غرمې پورې د ډسمبر د لسمې نیټې او ۲۲ نیټې ترمنځ فضا ته وتوغول شي.

شمالي کوریا وايي، غواړي چې د دغې توغندي پر مټ فضا ته یو سټلایټ واستوي خو امریکا روسیه او چین له پیونګیانګ نه غوښتي چې د بالیستیک توغندیو په برخه کې د ملګرو ملتونو بندیزونه ومني.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .