واڼه کې موټر بم چاودنې دووه پوځیان وژلي

د خپريدو وخت: 07:38 گرینویچ - چارشنبه 05 ډسمبر 2012 - 15 لیندۍ 1391

د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه کې د موټر بم چاودنې له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. په رپوټونو کې ویل شوي، چې له واڼه نه پنځه کیلومتره لویدېځ کې یوه پوځي پنډغالي ته څېرمه پوستې سره ځانمرګي برید ګر له باروتو ډک ګاډی ټکر کړ، چې د چاودنې له امله یې دوه پوځیان ووژل شول. په دغه ځای کې یو شمېر پوځي دفترونه موقعیت لري. د چاودنې په پایله کې څلور پوځیان ټپیان شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .