د محمد مرسي د پلویانو او مخالفانو تر منځ اخ و ډب

د خپريدو وخت: 06:46 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

قاهره کې د مصر د ولسمشر محمد مرسي د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ اخ و ډب کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي. ناتایید شوي رپوټونه وايي چې دوه کسان وژل شو ي هم دي.

دواړه لورو هغه مهال يو بل په ډبرو او پټرولي بمونو وويشتل چې د ولسمشر مرسي ملاتړو د مخالفو احتجاج کوونکو د تيت پرک کولو هڅه کوله.

مخالفو مشرانواخوان المسلمين ګوند غړي پر تشدد تور ن کړي.

گډوډۍ د مصر نورو ښارونو ته هم غځېدلې او د اسلاميه او سويز په ښارونو کې د اخوان المسلمين پر دفترنو بريدونه شوي دي.

دښاغلي مرسي څلورو سلاکارانو هم له خپلو دندو استعفى کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .