کرزی کاپیسا کې د وژل شوې رضاکارې پلټنه کوي

د خپريدو وخت: 06:17 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391

افغان ولسمشر حامد کرزی د کاپيسا ولايت ته يو پلاوى استوي چې هلته د يوې رضاکارې د وژنې پلتنه وکړي.

دغه زده کوونکې چې انيسه نومېږي د ١٧ کالو وه، او ځو ورځې د مخه په گوليو وژل شوي وه.

نوموړي پخپل خوښه د پوليو د له منځه وړلو پروگرام سره مرستې کولو ته چمتو شوې وه.

لومړني رپورتونه وايي انيسه د اورپکو له خوا چې ددې پروژې خلاف دي، د بريد هدف گرځېدلې.

نور رپورتونه بيا وايي چې دا د کورنۍ تربگنۍ په ترڅ کې وژل شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .