روسیه وايي له امریکا به غچ اخلي

د خپريدو وخت: 06:22 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391

روسيه وايي د امريکا د هغه نوي قانون پر ضد به غچ ا خیستونکى گام پورته کړي، چې پر روسي چارواکو چې د بشري حقونو په سر غړونو تورن دي بنديزونه لگوي.

په مسکو کې د روسې د بهرنيو چارو وزارت د امريکا دغه گام پوچ او بي مانا وباله.

که ولسمشر اوباما دغه قانون لاسليک کړي نو روسي چارواکو ته به چې د بشري حقونو په سر غړونو تورن دي امريکا ته د تلو وېزې نه ورکوي او که دغه چارواکي هلته شتمني لري هغه به هم ښايي کنگل شي.

تر دي دمخه د امريکا کانگريس هغه اقدامات ومنل، چې له سړې جگړې راهيسې له روسیې سره پرسوداگرۍ لکېدلي محدوديتونه ليرې کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .