لسګونه زره فلسطینیانو د خالد مشعل هرکلی وکړ

د خپريدو وخت: 18:36 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

لسګونه زره فلسطینیان چې په غزه کې د حماس د پوځي ډلې د جوړېدو د ۲۵ مې کلیزې په ویاړ سره راغوڼډ شوي و، د دغې ډلې د مشر خالد مشعل تود هرکلی وکړ.

د لومړي وزیر اسماعیل حنیه په ګډون د حماس د څو تنو مشرانو تر وینا وروسته ښاغلي مشعل پر داسې یو دریځ وینا وکړه چې پرې د هغه توغندي یو لویه نمونه ایښودل شوې وه چې تېره میاشت د حماس ډلې پر اسراییلو توغول.

ښاغلی مشعل له ۴۰ کلن تبعید وروسته د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ فلسطین ته لاړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .