د سومالیا د جوهر ښارګوټی د الشباب ډلې له لاسه ووت

د خپريدو وخت: 15:38 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

په سوماليا کې د افريقايي ټولنې سرتېرو او سوماليايي ځواکونو له الشباب اسلامپالې ډلې د جوهر ښارګوټی نيولی دی.

يوه ځايي اوسېدونکي ويلي دغه ګډ ځواکونه پرته له هېڅ ډول مقاومت نه ښار ته ننوتل.

جوهر چې د پلازمېنې موګاديشو په شمال ۹۰ کيلومترۍ کې پر يوه مهم سړک پروت دی، يو له هغو لويو ښارګوټو و چې اسلامپالو نيولی و.

شنونکي دا الشباب ډلې ته يو لوی ګوزار بولي. دغه ډله تېر کال په زور له موګاديشو نه وتو ته اړ کړای شوه او ورپسې ځينې نورې سيمې يې هم له لاسه ورکړې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .