لاوروف: روسیې د بشارالاسد په اړه غونډه نه ده جوړه کړې

د خپريدو وخت: 15:36 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي هېواد يې د سورېې د ولسمشر بشار الاسد د راتلونکې په اړه هېڅ غونډه نه ده جوړه کړې.

ښاغلي لاوروف هغه وروستۍ انګېرنې چې ګواکې روسيه د ولسمشر اسد په تړاو خپل دريځ ته بدلون ورکوي رد کړې.

روسيه او ايران د سوريې دوه کلک ملاتړي دي.

سرګي لاوروف دغه څرګندونې په جينيوا کې د سوريې په تړاو د بحث له بل پړاو نه وړاندې چې نن د روسيې، امريکا او نړېوال استازي لخضر براهيمي ترمنځ کېږي وکړې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .