افغانستان: تښتول شوی امریکايی ډاکټر ازاد شو

د خپريدو وخت: 05:22 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وايي يو امريکايی ډاکټر يې چې طالبانو تښتولی و ژغورلی دی. دغه ډاکټر چې ډيليپ جوزېف نومېده، د امريکايي او افغان ځواکونو په ګډ‌و عملياتو کې ازاد شوی دی.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جان الن ويلي، ده وروسته له هغه د ژغورنې د دغه ماموريت امر ورکړ چې استخباراتي معلوماتو وښوده چې ډاکټر د وژنې له خطر سره مخامخ دی.

ژغورل شوی ډاکټر اوس له روغتيايي ارزونو تېرېږي. داکټر جوزېف تېره چارشنبه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د اورپکو له لوري تښتول شوی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .