کندهار پرمختیايي بودیجه غواړي

د خپريدو وخت: 12:05 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

د کندهار والي ډاکټر توریالی ویسا وايي، چې مرکزي ادارې له تېرو څلورو کلونو راهيسې پرمختیایي بوديجه نه ده ورکړې، او لاهم د کندهار د سیمه ییزې ادارې ټوله تکيه پر مرستندويه ادارو ده.

ښاغلي ویسا زیاته کړه، چې په روان ١٣٩١ کال کې کندهار ته ٣٤ ميليونه ډالره بوديجه منظوره شوې، خو لا تراوسه ورته نه ده رسېدلې په داسې حال کې، چې د کال درې ربعې تېرې شوې دی.

په تېرو کلونو کې د ماليې د وزارت نيوکه دا وه، چې ګواکې ولايتي اداره د بوديجې په لګولو کې پاتې راغلې او یوکاری پلان نه لري.

کندهار والي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له تېر یوه کال راهیسې په دغه ولایت کې د بیارغاونې چارې ټکنۍ شوې او په ډېره ټیټه کچه پرمختیایي کارونه په دغه ولایت کې ترسترګو کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .