بنو کې اته کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 04:17 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

د پاکستان په شمال لویدیځ کې پولیس وايي د پولیسو پر یوه مرکز په برید کې لږترلږه اته تنه وژل شوي دي.

د پولیسو یوه ویاند ویلي وسله والو کسانو د بنو ښار د پولیسو سټېشن د دروازې په وړاندې د برید پر مهال لاسي بمونه غورځولي او یو توغندی یې توغولی دی.

وسله والې نښتې تر دوه ساعتو ډېر دوام کړی.

په برید کې د پولیسو د دریو افسرانو تر څنګ درې تنه ملکي وګړي هم هغه مهال ووژل شول چې له جوماته وتل.

دوه برید کوونکي هم وژل شوي.

پاکستاني طالبانو د برید مسؤولیت منلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .