لغمان: د ښځو چارو ریاست سرپرسته وژل شوې

د خپريدو وخت: 06:45 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

د لغمان ولایت د ښځو چارو ریاست سرپرسته ناجیه صدیقي د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوې ده.

د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک د پېښې په اړه بي بي سي ته وویل.

نوموړې نن سهار (ډسمبر ۱۰) له کوره دفتر ته پر لاره وه، چې پرې نا معلومو وسله والو ډزې وکړې او ویې وژله.

د نوموړي په خبره ځايي امنیتي چارواکي د پېښې څېړلو لپاره د پېښې ځاي ته رسېدلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .