د نیمروز امنیې قومندان وژل شوی

د خپريدو وخت: 06:37 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

د نیمروز امنیې قومندان محمد موسی رسولي، نن ګهیځ د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله وژل شوی دی.

د لوېدیځ زون د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي په وینا ښاغلی رسولي سخت ټپي شوی و، چې روغتون ته په لار کې یې ساه ورکړه. چارواکو ویلي په پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو د دغه برید پړه پرغاړه اخیستې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .