مصر کې د ټولپوښتنې ضد او ملاتړې مظاهرې کېږي

د خپريدو وخت: 04:18 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

د مصر ولسمشر محمد مرسي د لانجمن نوی اساسي قانون په اړه له ټول پوښتنې دمخه چې د راتلوونکې شنبې په ورځ ترسره کېږي پوځ ته د ملکي کسانو د نیونې لنډ مهاله واک ورکړی.

دا اعلان له هغو مظاهرو یوه ورځ دمخه وشو چې دواړو هم مخالفینو او هم د ولسمشر مرسي پلویانو پلان کړي دي.

په قاهرې کې د بي بي سي خبریال وايي دا اعلان به د مصریانو ترمنځ یو څه ویره پیدا کړي چې ګواکې مصر یو ځل زور واکې خوا ته روان دی.

خو د ولسمشر مرسي د آزادۍ او عدالت ګوند ویاند ولید حداد بي بي سي ته وویل دا پوځ ته ورکړل شوی واک لنډ مهاله دی.

''دا یوازې د دوو یا دریو ورځو او ټول پوښتنې د ورځ لپاره دی په بله ورځ به یې رایې وشمېرل شي.

دا غوښتنه عدلیې او د انتخاباتو کمیسیون کړې ده. دا د ټول پوښتنې د خوندي کولو لپاره یو دوه ورځنی ګام دی.''

مصري پوځیانو له ټانکونو سره وار دمخه د جمهوري ریاست د ماڼۍ امنیت نیولی دی.

د ماڼۍ له دروازې نه ازغي لرونکي سیمونه او کانکریټي موانع تاو کړای شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .