'په تېر اپرېل کې د طالبانو بریدونه ډېر وو'

د خپريدو وخت: 04:15 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

د امریکا د دفاع وزارت له خوا د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی رپوټ وايي په افغانستان کې د اپریل او سپتمبر د میاشتو ترمنځ د طالبانو بریدونه یو څه ډېر شوي وو.

په افغانستان کې د امنیت او ثبات پر لورې پرمختګ ترسرلیک لاندې دا رپوټ د افغان ځواکونو په جامه کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه هم یوه ستره ننګونه بولي.

په رپوټ کې راغلي چې د طالبانو بریدونه په داسي حال کې نسبي ډېر شوي چې امریکايي جنګي ځواکونه د کمیدو په حال کې دي او افغان ځواکونو ته د ډېرو سیمو امنیتي مسوولیتونه سپاري.

د امریکا ددفاع وزارت راپور وايي د افغانستان ۷۶ سلنه خلک په داسي سیمو کې میشت دي چې امنیتي چارې یې د افغان ځواکونو په غاړه دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .