جاپان پر لانجمنه سیمه د چین الوتنه غندلې

د خپريدو وخت: 19:15 گرینویچ - پنجشنبه 13 ډسمبر 2012 - 23 لیندۍ 1391

جاپان د چین سمندر په ختیځ کې یوې لانجمنې سیمې پر د یوې چینايي الوتکې د الوتنې غندنه کړې ده.

جاپان د چینايي الوتکو د پرله پسې الوتنو او په لانجمنو اوبو کې له ځان څخه د دفاع په موخه/ اته ایف ۱۵ جنګي جېټ الوتکې تیارې کړې دي.

یوه چینايي ویاند ویلي د نا استوګنو ټاپوګانو د جاپان له خوا اداره کیږي پر سر الوتنه په بشپړه توګه طبیعي کار دی، ځکه دا ټاپوګان له لرغونې زمانې د چینې خاورې برخه وه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروسته تر هغه کړکیچنې شوې چې جاپان د روان کال په لومړیو کې ددغو ټاپوګانو له جاپاني خاوندانو هغه وپېرل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .