"د قبایلي سیمو خلک له دوو لوریو ګواښل کېږي"

د خپريدو وخت: 06:31 گرینویچ - پنجشنبه 13 ډسمبر 2012 - 23 لیندۍ 1391

د بښنې نړيوال سازمان ( امنسټي انټرنشنل ) پاکستان تورن کړى چې د افغانستان له پولو سره نژدې په قبايلي سيمو کې د بشري حقونو د زرگونو سرغړونو په مخنيوي کې پاتې راغلى .

امنسټي انټرنشنل په خپل يوه تازه رپورټ کې ويلي، د قبايلي سيمو سړي او ځوانان د حکومتي پوځيانواو طالبانو دواړو له خوا ګواښل کېږي.

رپورټ د يوشمېر پېښو جزييات په ډاگه کړي چې پوځيانو د کلونو لپاره خلک بنديان کړي او وهلي ټکولي دي.

سازمان وايي پوځيان له دې کبله په خلاص مټ او معافيت سره عمل کوي چې قبايلي سيمې د پاکستان د نورو سیمو په پرتله جلا قانوني سيسټم لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .