امریکا: شمالي کوریا باید له عواقبو سره مخامخ شي

د خپريدو وخت: 06:37 گرینویچ - پنجشنبه 13 ډسمبر 2012 - 23 لیندۍ 1391

د امريکا متحده ايالاتونه وايي شمالي کوريا بايد د ملگروملتونو له پرېکړه ليکونو نه په سرغړونې د اوږده واټن ویشتونکي توغندي د ازموينې له عواقبو سره مخامخ شي.

شمالي کوريا وايي خپله لومړنۍ سپوږمکۍ يې په فضاکې ځاى پر ځاى کړې، خو دې ته د منع شوې توغنديزې تيکنالوژۍ د ازموينې په سترګه کتل کېږي.

د ملگرو ملتونو دامنيت شورا د شمالي کوريا د توغندي د دغې ازموينې غندنه کړې او لوېديځ هيوادونه غواړي چې د يوه پريکړه ليک په بڼه په دې برخه کې کلک غبرگون وښودل شي.

په ملگرو ملتونو کې د امريکا د متحده ايالاتونو استازې سوسن رايس وويل امريکا به له خپلو ملگرو سره گډ کار وکړي چې په دې برخه کې يو مناسب گام واخلي.

چين چې د شمالي کوريا يوازينى متحد دى په دې اړه له احتياطه ډک غبرگون پر ښوولو یې ټينگار کړى دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .