اسراییلی چارواکی په فساد تورن شو

د خپريدو وخت: 10:18 گرینویچ - جمعه 14 ډسمبر 2012 - 24 لیندۍ 1391

په داسې حال کې چې د اسراییلو عمومي انتخاباتو ته تر شپږو اوونیو لږ وخت پاتې دی، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اویګدور لیبرمن په فساد او عهد ماتونې تورن شوی.

دده په وړاندې د فساد یوه ډېره جدي قضیه تړل شوې.

ښاغلي لیبرمن چې تر دې وړاندې یې هر ډول ناسم کار رد کړی وو، یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې مجبوره نه دی استعفا ورکړي، خو وايي له خپلو وکیلانو سره به سلا مشوره وکړي:

''زه باید استعفا ورنه کړم. دغو ستاینو ته اړتیا نه شته. زه به بالاخره له خپلو وکیلانو سره یوه پرېکړه وکړم. دلته یوه بله خبره هم شته. ما په تېرو وختونو کې ویلي وو چې که زه تورن شوم نوړ سم لاسي به استعفا کوم. البته، تر هغه وروسته مې د یوې جدي قضیې او لا سختو تورونو په اړه خبري کړې وې، خو اوس موږ د بل څه په اړه خبرې کوو.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .