د اسراییلو دبهرنیو چارو وزیر استعفا ورکړه

د خپريدو وخت: 06:36 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

ایویکدور لیبرمن د اسراییلو د بهرنیو چارو له وزارته یوه ورځ وروسته له هغه استعفا ورکړه چې د باور په ماتولو تورن شو.

ښاغلی لیبرمن وايي غواړي پری لګیدلی تور له ځنډ پرته سپین کړي. د اسراییلو د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي و ښاغلی لیبرمن د پولیسو د څیړنو په هکله د معلوماتو په افشا کولو تورنوي.

تر دې وړاندې ایویکدور لیبرمن د پیسي د سپینولو او بډهې اخیستلو له تورونو سپین وتلی دی.

نوموړي په داسی حال کې استعفا ورکړې چې په پام کې ده د جنورۍ د میاشتې په ۲۲ نیټه په اسراییلو کې عمومي انتخابات ترسره شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .