کانګو کې د بې ځایه شویو شمېر ډېر شوی

د خپريدو وخت: 18:49 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

د کانګو جمهوریت په ختیځ کې بشري ادارې وايي تېره میاشت د حکومت او اېم ۲۳ یاغي ډلې ترمنځ له جګړې وروسته د بې ځایه شویو خلکو شمېره په ډراماتیکه توګه لوړه شوې ده.

یوې خیریه ادارې بي بي سي ته ویلي په شمالي کیوو ولایت کې څه باندې ۸۰۰۰۰۰ کسان بي ځایه شوي دي.

ملګري ملتونه دغه شمېره له دې نه هم لوړه ښي.

تر دې وړاندې په سیمه کې پنځه لکه کسان بي ځایه شوي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .