یونان ټاپوګانو ته نژدې ناقانونه کډوال ډوب شوي

د خپريدو وخت: 18:50 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

لږ تر لږه ۶۰ تنه ناقانونه کډوال د یوانان ټاپو ګانو ته نژدې ډوب شوي دي.

دوی هڅه کوله چې د یوې وړې کشتۍ پر مټ له ترکیې نه یونان ته ولاړ شي.

د ۱۱ نورو کسان لپاره هم د پلټنې عملیات روان دي چې په سمندر کې لادرکه شوي دي. رپوټونه وايي کډوال عراقیان وو.

دغه راز ایټالیايي چارواکي له هغه ۴۰۰ افریقايي کډوالو نه څېړنې کوي چې د ایټالیا لامپیدوسا ټاپو ته په دوو بېړیو کې راغلي وو.

تېر کال په عربي نړۍ کې تر پاڅونو وروسته هم ایټالیا ته لسګونه زره کډوال ورغلي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .