مسکو کې روسي حکومت مخالفي نیول شوي

د خپريدو وخت: 18:57 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

د روسیې پولیسو د حکومت مخالفې ډلې څو تنه مشران چې هڅه یې کوله د حکومت له خوا په منع شویو سیاسي لاریونونو کې ګډون وکړي په مسکو کې نیولې دي.

په نیول شویو کسانو کې د کیڼ اړخي ډلې مشر سیرګیا ادالتسوف هم شته دی.

د حکومت د مخالفې ډلې یو فعال اولګا کورنوسووا وايي، چارواکي دا حق نه لري چې د لاریونو مخه ونیسي:

"دا وايي چې خپلواکي د ډالۍ په توګه موږ ته نه راکول کېږي. خپلواکي یوازې هغه څه دي چې زموږ په وجود کې شته. ما ته ویل کېږي چې دلته د درېدو لپاره باید له مسکوه له حکومته اجازه واخلم، زه باید په آسانۍ سره دلته راشم."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .