''سپاه پاسداران باید ځینې شتمنۍ وپلوري''

د خپريدو وخت: 12:36 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د انقلابي ګارد ته ویلي د هېواد له محاصره شوي اقتصاد سره د مرستې په موخه باید خپلې ځینې شتمنۍ وپلوري.

انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران په ایران کې یوه له شتمنو موسسو څخه ده، چې پراخې ځمکې او د پانګونې لپاره ملکیتونه په واک کې لري.

ایران دا مهال له اقتصادي بحران سره مخ دی چې یوه برخه یې د اټومي پروګرام په تړاو د بندیزونو له امله دی.

پر ولسمشر احمدي نژاد په کور دننه او بهر نیوکې کیږي چې ایران د اسعارو د بیو په رالوېدو کې رول لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .